قاموس

_
غوښتنلیک

یو غوښتنلیک لیکلی سند دی.
د دې سره، تاسې د کوم چا څخه د کوم څه پوښتنه کوئ.
ډیری ځله په یوه دفتر کې.
دې ته غوښتنه کول همویل کیږي.

د مشورې مرکز

د مشورې مرکزونه مرسته او ملاتړ وړاندې کوي.
د مشورې مرکزونه د ښځو د مرستې لپاره.

د مثال لپاره

  • که تاسې تاوتریخوالی تجربه کوئ.
  • که تاسې ډاډه نه یاست چې دا تاوتریخوالی دی.

دلته یوازې ښځې کار کوي.
ترڅو ټولې ښځې د راحتۍ احساس وکړي.

د کورنۍ محکمه

د کورنۍ محکمه یوه ځانګړې محکمه ده.
دا محکمه په کورنۍ کې د ستونزو لپاره ده.
د مثال په توګه، که یو میړه خپله ښځه وهي.
بیا دلته پریکړه کیږي:

  • آیا میړه لاهم اجازه لري چې د خپلې ښځې سره ژوند وکړي؟
  • آیا پلار خپل ماشوم لیدلی شي؟
د ښځو شلټر

د ښځو شلټر
هغوی دلته خوندي دي.
پته یې مخفي یا پټه ده.
دلته یوازې ښځې ژوند کوي.
دلته یوازې ښځې کار کوي.

تاسې کولی شئ نور معلومات دلته ومومئ...

د تاوتریخوالي څخه د خوندیتوب غیربستري کلینیک

تاسې دلته معاینه کولی شئ.
که تاسې تاوتریخوالی تجربه کړئ.

تاسې کولی شئ نور معلومات دلته ومومئ...

د تاوتریخوالي څخه د خوندیتوب قانون

د تاوتریخوالي څخه د خوندیتوب قانون د خلکو څخه د محافظت لپاره دی.
کله چې خلک تاوتریخوالی تجربه کړي.

قانون ستاسې د خوندیتوب لپاره دی.

او کوم ډول خوندیتوب تاسې ترلاسه کوئ.

قاضي پریکړه کوي چې متخلف د کومو کارونو د نه ترسره کولو اجازه نلري.

دا هرڅه دلته لیکل شوي دي.

متخلف لیک ترلاسه کوي.

تاسې کولی شئ نور معلومات دلته ومومئ...محکمه تاسې سره څنګه مرسته کولی شي

هاټلاین

هاټلاین په تلیفون د مشورې لپاره بله اصطلاح ده.
تاسې دلته مشوره ترلاسه کولی شئ.

تاسې کولی شئ نور معلومات دلته ترلاسه کړئ...

حقوقي مشوره

حقوقي مشوره د لاندې مواردو په اړه مشوره ده:

  • زما حقونه کوم دي؟
  • زما لپاره کوم قوانین مهم دي؟
د محرمیت شرایط

 

د محرمیت شرایط پدې معني دي چې کوم څوک نشي کولی کوم بل چاته کوم څه ورکړي.

  • ستاسې ډاکټر اجازه نلري بل چاته هغه څه ووایی چې تاسې یې هغې یا هغه ته وایی.
  • ستاسې ډاکټر اجازه نلري بل چاته هغه څه ووایی چې تاسې یې هغې ته وایی.

یوازې که تاسې د دې اجازه ورکړئ.
بیا ډاکټران او ټولنیز کارکونکي اجازه لري هغه څه ووایی چې تاسې ورته ویلي دي.

تلیفوني مشوره

تلیفوني مشوره د تلیفون له لارې مشوره ده.
د BIG هاټلاین تلیفوني مشوره ورکوي.

بې کوره

دا هغه خلک دي چې نور خپل شخصي اپارتمان نلري.
دوی په کوڅه یا سړک کې ژوند کوي.
یا د بې کوره افرادو لپاره په کور کې.

قاموس

تاسې کولی شئ مشکل تکي په قاموس کې وګورئ.
هغوی هغه ټکي دلته په ساده ژبه تشریح کړي دي.

د شلټر اپارتمان

د شلټر اپارتمانونه محافظتي اپارتمانونه دي.
پته یې مخفي یا پټه ده.
یوازې ښځې دلته اوسیږي.
دلته ښځینه ټولنیزې کارکونکې کار کوي.
هغوی تاسې سره د پوښتنو او ستونزو په برخه کې مرسته کولی شی.