که تاسې څخه وینه ځي. یا کوم ځای مو مات شوی وي:
نو ډاکټر ته لاړشئ.
یا روغتون ته.
د لومړۍ مرستې عاجل خدماتو ته.
د تاوتریخوالي څخه د خوندیتوب غیربستري روغتون شتون لري.
تاسې کولی شئ دلته لاړشئ که:
لومړی زنګ ووهئ.
تاسې کولی شئ د تلیفون شمیره دلته ومومئ.
بیا تاسې د ملاقات وخت ترلاسه کوئ.
معاینات وړیا دي.
دلته ټول ډاکټران ښځې دي.
یوه ښځینه ډاکټره به تاسې معاینه کړي.
هغه به ستاسې ټول ټپونه ولیکي.
او ستاسې د ټولو ټپونو عکسونه به واخلي.
ټپونه مهم شواهد دي.
تاسې کولی شئ دغه پولیسو او محکمې ته وښیوئ.
تاسې کولی شئ پریکړه وکړئ چې دا اسناد کاروئ که نه.
د مثال په توګه د پولیسو لپاره.
که تاسې غواړئ د متخلف پروړاندې عریضه وکړئ.
یا د محکمې لپاره.