د ماشومانو لپاره دا په ځانګړي توګه بد دي:
که چیرې هغوی تاوتریخوالی تجربه کړي!
ځینې ماشومان باید بل هیواد پریږدي.
دوی تختیدلي اوسي.
د جګړې او تاوتریخوالي له امله.
هغوی د خپل ژوند لپاره ویریږي.
یا په لاره کې یې ناوړه شیان لیدلي وي.
ماشومانو هم دې ته پام کیږي چې آیا په کورنۍ کې تاوتریخوالی شته.
دوی تاوتریخوالی ویني، اوري او احساس کوي.
هیڅ مهم ندي چې څو کلن دي.
ماشومان ډیری وختونه د تاوتریخوالي قرباني کیږي.
هغوی وهل کیږي.
یا هغوی ګواښل کیږي او ویرول کیږي.
ځینې وختونه ماشومان جنسي تاوتریخوالی هم تجربه کوي.
د ماشومانو لپاره هرډول تاوتریخوالی بد دی.
بیا دوی ممکن د ناوړه حالت سره مخ شي.
ماشومان باید د تاوتریخوالي څخه خوندي شي!
ټول ماشومان باید د تاوتریخوالي پرته رالوی شي.
دا د هغوی حق دی.
د ماشومانو لپاره ځانګړې مرسته شتون لري.
مهرباني وکړئ د ماشومانو لپاره مرسته واخلئ.
د مثال په توګه د پولیسو سره یا د مشورې مرکز کې.
یا دښځو شلټر کې.
تاسې کولی شئ پته دلتهومومئ.