محکمه تاسې سره څنګه مرسته کولی شي

د تاوتریخوالي پروړاندې مهم قوانین.

 

 

د تاوتریخوالي پروړاندې د محافظت قانونشتون لري.

د دې قانون موخه د تاوتریخوالي څخه د هرچا ژغورل دي.
ښځې له نورو څخه ډیر تاوتریخوالی تجربه کوي.

نو د همدې لپاره، دا قانون د ښځو لپاره خورا مهم دی.

  • ترڅو هغوی تاوتریخوالی تجربه نکړي.
  • ترڅو هغوی د تاوتریخوالي پروړاندې د خپل ځان محافظت وکړي.

تاسې کولی شئ د کورنۍ محکمېته ډیری عریضې وکړئ.

ترڅو تاسې د متخلف څخه خوندي اوسئ.

ترڅو تاوتریخوالی بند شي.

د مثال په توګه تاسې کولی شئدا عریضې وکړئ:

  • تاسې ته اجازه درکړل شي چې ګډ اپارتمان کې یوازې ژوند وکړئ.
  • متخلف ته اجازه ورنکړل شي چې اپارتمان ته دننه شي.
  • متخلف نوره اجازه ونلري چې ستاسې استوګنې ته دننه شي.
  • متخلف نوره اجازه ونلري چې ستاسې څنګ ته راشي.
  • هغه نور تاسې تعقیب نکړي.

 

نور متخلف اجازه ونلري چې تاسې ته تلیفون وکړي.

هغه د دې اجازه هم ونلري چې تاسې ته پیغام یا بریښنالیک ولیږي.

یا: متخلف باید تاسې سره 50 متره فاصله وساتي.
هغه باید تاسې ته نږدې نشي.

هغه باید هماغه ځآی ته دننه نشي چې تاسې پکې یې.

                                                              

که چیرې متخلف سرغړونه وکړي،

تاسې پولیسو ته زنګ وهلی شئ: 110

پولیس تاسې ژغورلی شي.

هغوی به متخلف لیرې ولیږي.

پولیس به جرمي دوسیه جوړه کړي.

بیا به متخلف ته جزا ورکړل شي.

حتی نور قوانین هم شتون لري.

د مثال په توګه د جزا قانون کې.

وایی:

د مختلف جرمي کړنو لپاره کومې جزاګانې شتون لري.