د مشورې مرکزونو څخه مرسته

د کیریر مشورې مرکزونه او د مداخلت مرکزونه

 

د هغه ښځو لپارهد مشورې مرکزونه شتون لري چې کورنی تاوتریخوالی یې تجربه کړی.

تاسې کولی شئ دمشورې مرکزونه ومومئ .

 

د مشورې مرکزونه څنګه تاسې سره مرسته کولی شي؟

  • که تاسې غواړئ پدې اړه وغږیږئ.
    دا ما ته پیښ شوي دي
  • که تاسې تاوتریخوالی تجربه کوئ.
    او تاسې لاهم نه پوهیږئ چې څه کولی شئ.
  • که چیرې پولیس د کورني تاوتریخوالي له امله ستاسې کور ته راغلي وي.
    شاید تاسې رسمي شکایت کړی وي.
  • پولیسو ممکن متخلفین لیرې لیږلي وي.
  • تاسې شاید د خپل ژوند شریک څخه جلا شوي اوسئ.
    ځکه چې هغه تاسې ګواښلې یا وهلې.
    مګر هغه تاسې یوازې نه پریږدي.
    هغه اوس هم ستاسې ځورونې ته دوام ورکوي.
  • که تاسې مشورې او مرستې ته اړتیا لرئ.
    حتی د اوږدې مودې لپاره.
  • ممکن تاسې کومه ښځه وپیژنئ چې کورنی تاوتریخوالی تجربه کوي.
    او تاسې غواړئ د هغه ښځې سره مرسته وکړئ.
  • د مشورې مرکز د نورو هیوادونو څخه ښځو سره هم مرسته کوي:
    تاسې ممکن په کور کې تاوتریخوالی تجربه کړئ.
    یا په یوه کور کې.
    تاسې د خپل ژوند شریک څخه جلا کیدو څخه ویره لرئ.
    تاسې ویریدلي یې:
    چې ممکن بیا نوره اجازه درنکړل شي چې په آلمان کې ژوند وکړئ.

د مشورې مرکز یو کارمند کولی شي پدې ټولو ستونزو کې تاسې سره مرسته وکړي.

 

تاسې څنګه کولی شئ دمشورې مرکز ته لاسرسی ومومئ ؟

  • تاسې کولی شئ د مشورې مرکزته زنګ ووهئ .
    یا تاسې کولی شئ پیغام ولیږئ.
  • تاسې کولی شئ بریښنالیک ولیږئ.
  • تاسې فکس هم لیږلی شئ.

تاسې اړ نه یاست خپل نوم وویوئ.
که تاسې نه غواړئ.

 

بیا څه پیښیږي؟

تاسې به د مشورې مرکز کې د ملاقات لپاه وخت واخلئ.

که تاسې غواړئ د ځان سره بل ملګری هم راوړلی شئ.

داسې یو شخص چې ورباندې باور لرئ.

که تاسې غواړئ.

 

بیا یو کارمند تاسې سره غږیږي:
ستاسې د پوښتنو او ستونزو په اړه.

 

که تاسې په آلماني ژبه ډیرې خبرې نشئ کولی یو ژباړونکی به شتون ولري.

هغه به ژباړه وکړي:

څه چې تاسې وایی.

او څه چې نور تاسې ته وایی.


کارمند به تاسې سره په لاندې مواردو کې مرسته وکړي، لکه محکمه او چارواکي.

که تاسې پدغه برخه کې هم مرستې ته اړتیا لرئ.

 

د مشورې مرکز کېحقوي مشوره هم شتون لري.

د مثال په توګه پدې مثلو کې:

  • ستاسې حقونه کوم دي؟
  • څوک د ماشومانو سرپرستي واخلي؟
  • د استوګنې د حق په اړه؟
    که تاسې د بل هیواد څخه راغلي یې.
  • د متخلف په وړاندې څنګه شکایت وکړئ؟
  • آیا تاسې وکیل یا څارنوال ته اړتیا لرئ؟ څوک په قوانینو پوهیږي.
  • په محکمه کې څه پیښیږي؟

 

د مشورې مرکز کېد ماشومانو لپاره هم وړاندیزونه شته.

د ماشومانو پاملرنه او ساتنه کیدلی شي.

بیا تاسې په ارام سره خبرې کولی شئ.

 

که تاسې محافظت ته اړتیا لرئ، کارمند تاسې سره پدې برخه کې هم مرسته کولی شي. هغوی تاسې سره په ګډه د ښځو شلټر لټون کولی شي.

یا د استوګنې بل ځای.