تاسې څنګه د پولیسو سره اړیکه نیسئ؟
که تاسې تاوتریخوالی تجربه کوئ تاسې پولیسو ته ورتلی شئ.
پولیس څه کوي؟
که تاسې تاوتریخوالی تجربه کوئ تاسې پولیسو ته زنګ وهلی شئ.
پولیس به راشي او تاسې سره به مرسته وکړي.
پولیس به تاسې څخه پوښتنه وکړي: دقیقآ څه پیښ شوي دي؟
پولیس به وګوري: آیا تاسې په خطر کې یې؟
آیا متخلف لاهم تاسې ګواښي؟
بیا پولیس کولی شي متخلف د اپارتمان څخه بهرته وباسي.
یا د کور څخه بهر.
هغه ممکن تر دوه اونیو پورې بیرته رانشي.
د دغه وخت په جریان کې هغه اړ دی بل چیرې ویده شي:
دا ستاسې د محافظت لپاره دي.
بیا تاسې دوه اونۍ وخت لرئ.
تاسې کولی شئ پدې اړه فکر وکړئ:
اوس تاسې څه غواړئ چې وکړئ.
پولیس به تاسې ته ووایی:
پولیس کولی شي تاسې یوه خوندي ځای ته هم ویسي.
د مثال په توګه د ښځو شلټر ته
که تاسې غواړئ.
او تاسې دښځو شلټر کې د خوندیتوب احساس کولی شئ.
تاسې کولی شئ پولیسو ته جنایی شکایت وکړئ.
پولیس به بیا تحقیقات وکړي.
څه پیښ شوي دي؟
چا څه کړي دي؟
پولیس به بیا شواهد ولټوي.
بیا متخلف ته جزا ورکول کیدی شي.
د جنایی محکمې لخوا.
تاسې شاهد اوسئ.
پدې معني: هغوی جنایی محکمې ته هرهغه څه وایی چې پیښ شوي دي.
او څارنوال تاسې سره مرسته کولی شي.