دا کوم ډول کورني تاوتریخوالي دي؟

دا کوم ډول کورني تاوتریخوالي دي؟

 

ډیری خلک فکر کوي چې د تاوتریخوالي معني د بدن ټپي کول دي.

مګر د کورني تاوتریخوالي ډیری مختلف ډولونه شتون لري.

د تاوتریخوالي هرډول بدن ته زیان رسوي.

یا روح ته.

 

فزیکي تاوتریخوالی:

  • که چیرې کوم څوک تاسې ووهي.
  • که چیرې کوم څوک تاسې ټیله کړي یا په لغته مو ووهي.
  • که چیرې کوم څوک ستاسې ستونی بند کړي.
    او تاسې ساه نشئ اخیستی.

احساساتي تاوتریخوالی:

  • که چیرې کوم څوک ستاسې سپکاوی وکړي.
  • که چیرې کوم څوک مشخص کړي چې تاسې د چا سره ملاقات وکړئ.
  • که چیرې کوم څوک مشخص کړي چې تاسې څنګه کالي واغوندئ.
  • که چیرې کوم څوک تاسې ویروي.
  • یا تاسې ګواښي:
    چې هغه به ماشومان درڅخه ویسي.
    چې هغه به تاسې ته زیان ورسوي.
    چې هغه به تاسې لیرې ولیږي.
    د کور څخه بهر. یا حتی د هیواد څخه بهر.

جنسي تاوتریخوالی:

  • که چیرې کوم څوک ستاسې د خوښې پرته تاسې لمس کړي.
  • که چیرې تاسې اړشئ چې د خپلې خوښې پرته کوم څوک لمس کړئ.
  • که چیرې کوم څوک تاسې اړ باسي چې لوڅ فلم وګورئ.
  • جنسي تیری:
    که چیرې کوم څوک ستاسې د خوښې پرته تاسې سره جنسي اړیکه ونیسي.
    او تاسې "نه" ووایی.

جلا کول:

  • که چیرې کوم څوک تاسې حبس کړي.
  • که تاسې ته اجازه درنکړل شي چې یوازې بهر ته لاړشئ.
  • که تاسې ته اجازه درنکړل شي چې تلیفون وکاروئ.
  • که تاسې ته اجازه درنکړل شي چې د نورو خلکو سره خبرې وکړئ.

دا هم تاوتریخوالی دی:

  • که تاسې د کار کولو اجازه ونلرئ.
  • که کوم څوک ستاسې پیسې ویسي.
  • که تاسې ته اجازه درنکړل شي چې د ژبې کورس کې ګډون وکړئ.
  • که تاسې د یوې ښځې سره مینه کوئ.
    او ستاسې کورنۍ ورڅخه ډډه وکړي.
  • که تاسې اړ شئ داسې چا سره واده وکړئ چې ستاسې نه خوښیږي.

 

هرډول تاوتریخوالی ډیر زیان لري.

لدې څخه ستاسې بد ناروغه کیدی شي.

یا ستاسې روح.

  • تاسې نور ښه خوب نشئ کولی.
  • تاسې ډیری وختونه سردردي لرئ.
    یا زړه مو درد کوي.
    یا خیټه مو درد کوي.
  • تاسې ډیری وختونه خفه اوسئ.
  • تاسې نه غواړئ نور ژوند وکړئ.
  • تاسې ځانته زیان رسوئ.

بیا تاسې د مرستې لټون ته اړتیا لرئ.

دا مهم دي.

ځکه چې تاوتریخوالی پخپله نه بندیږي.

ډیری وختونه دا نور هم خرابیږي.

مګر تاسې کولی شئ پدې اړه یوڅه وکړئ!

پدې اړه نورو خلکو ته ووایی.

د مثال په توګه:

  • د هغه چا سره خبرې وکړئ چې تاسې ورباندې باور لرئ.
    پدې اړه د یوه ملګري سره خبرې وکړئ.
    یا د یوه همکار سره.
    په استوګنه کې د یوه ټولنیز کارکونکي سره خبرې وکړئ.
  • پولیسو ته ورشئ.
  • او دمشورې مرکز ته .