په تلیفون مرسته

 

 

تاسې کولی شئ د BIG -هاټلاین ته تلیفون وکړئ.

 

د BIG -هاټلاین څه شی دی؟

BIG دی: د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پروړاندې د برلین نوښت.

هاټلاین د تلیفوني مشورې لپاره بله اصطلاح ده.

 

تاسې چې هرکله مرستې ته اړتیا ولرئ دلته زنګ وهلی شئ.

 

حتی که تاسې په آلماني ژبه خبرې هم نشئ کولی.

بیا به یو ژباړونکی تاسې سره مرسته وکړي.

هغه به ژباړه وکړي:

  • څه چې تاسې وایی.
  • او څه چې نور تاسې ته وایی.

تاسې کولی شئ هره ورځ د BIG هاټلاین ته لاسرسی پیدا کړئ.

هر وخت.

په هر ساعت کې.

  • تاسې زنګ وهلی شئ.
  • یا تاسې کولی شئ بریښنالیک ولیکئ.
  • تاسې فکس هم لیږلی شئ.

 

تاسې اړ نه یاست خپل نوم وویوئ.
که تاسې نه غواړئ.

 

د BIG هاټلاین څنګه مرسته کولی شي؟

  • که تاسې نه پوهیږئ:
    آیا دا تاوتریخوالی دی؟
  • کله چې نور وایی: "دا دومره بده خبره نده."
  • که تاسې دقیقآ نه پوهیږئ چې څه وکړئ.
  • که تاسې نه پوهیږئ:
    چیرته مرسته ولټوئ؟
  • که تاسې د ښځو شلټر کې د ځای په لټه کې یاست.
    یا په شلټر اپارتمان کې.
  • که تاسې غواړئ په محکمه کې عریضه وکړئ.
    د مثال په توګه:
    چې نور ستاسې د ژوند شریک اجازه ونلري چې ستاسې څنګ ته راشي.
    چې نور ستاسې د ژوند شریک اجازه ونلري چې اپارتمان ته راشي. یا کور ته.

بیا د BIG هاټلاین ته زنګ ووهئ.

 

بیا څه پیښیږي؟

کارمندان به تاسې ته مشوره درکړي.

هغوی تاسې ته لارښوونې او معلومات درکوي.

 

ممکن یو کارمند تاسې سره ملاقات هم وکړي.

په یوه خوندي ځای کې.

دلته تاسې په ګډه فکر کولی شئ:

  • کوم ډول مرستې ته تاسې اړتیا لرئ؟
  • اوس څه پیښ شوي دي؟