کورنی تاوتریخوالی څه شی دی؟

کورنی تاوتریخوالی د خلکو په مینځ کې پیښیږي.

 

دوی یوبل ښه پیژني.

د مثال په توګه:

  • د میړه او خاوند ترمینځ.
  • د هلک ملګري او انجلۍ ملګرې ترمینځ.
  • یا په کورنۍ کې.

ترډیره تل ښځې د کورني تاوتریخوالي قرباني کیږي.

او ډیری وختونه نارینه متخلفین وي.

میړه، سوپروایزر، کاکا، نیکه، زوی، ګاونډي، یا ملګری.

"متخلفین" ښځې هم کیدی شي.

د مثال په توګه:
د ژوند شریک، مور، یا لور.

کورنی تاوتریخوالی ترډیره په کور کې پیښیږي.

  • په اپارتمان کې.
    یا په استوګنه کې.
    یا چیرې چې هیڅ څوک نشي لیدی.

نو همدې لپاره، اکثرآ یې څوک نه ویني.  

 

ځینې وختونه کورنی تاوتریخوالی بهر پیښیږي.

  • په کوڅه کې.
  • په کار کې.

 

دا تاوتریخوالی ټولو ښځو سره پیښیدی شي.

  • هیڅ مهم ندي کیدی شي دغه ښځه آلماني وي.
    یا د کوم بل هیواد څخه ښځه.
  • هیڅ مهم ندي چې ښځه څومره عمر لري.

 

  • آیا هغه معیوب ده یا نده.  

 

  • هیڅ مهم ندي چې ښځه دنده لري یا نلري.
    هیڅ مهم ندي چې ښځه څومره پیسې ګټي.
    یا که د کورني کار کونکې ښځه ده.