د کیریر مشورې مرکزونه او د مداخلت مرکزونه
د هغه ښځو لپارهد مشورې مرکزونه شتون لري چې کورنی تاوتریخوالی یې تجربه کړی.
تاسې کولی شئ دمشورې مرکزونه ومومئ .
د مشورې مرکزونه څنګه تاسې سره مرسته کولی شي؟
که چیرې پولیس د کورني تاوتریخوالي له امله ستاسې کور ته راغلي وي.
ځکه چې هغه تاسې ګواښلې یا وهلې.
که تاسې مشورې او مرستې ته اړتیا لرئ.
د مشورې مرکز د نورو هیوادونو څخه ښځو سره هم مرسته کوي:
د مشورې مرکز یو کارمند کولی شي پدې ټولو ستونزو کې تاسې سره مرسته وکړي.
تاسې څنګه کولی شئ دمشورې مرکز ته لاسرسی ومومئ ؟
تاسې کولی شئ د مشورې مرکزته زنګ ووهئ .
تاسې کولی شئ بریښنالیک ولیږئ.
تاسې اړ نه یاست خپل نوم وویوئ.
که تاسې نه غواړئ.
بیا څه پیښیږي؟
تاسې به د مشورې مرکز کې د ملاقات لپاه وخت واخلئ.
که تاسې غواړئ د ځان سره بل ملګری هم راوړلی شئ.
داسې یو شخص چې ورباندې باور لرئ.
که تاسې غواړئ.
بیا یو کارمند تاسې سره غږیږي:
ستاسې د پوښتنو او ستونزو په اړه.
که تاسې په آلماني ژبه ډیرې خبرې نشئ کولی یو ژباړونکی به شتون ولري.
هغه به ژباړه وکړي:
څه چې تاسې وایی.
او څه چې نور تاسې ته وایی.
کارمند به تاسې سره په لاندې مواردو کې مرسته وکړي، لکه محکمه او چارواکي.
که تاسې پدغه برخه کې هم مرستې ته اړتیا لرئ.
د مشورې مرکز کېحقوي مشوره هم شتون لري.
د مثال په توګه پدې مثلو کې:
څوک د ماشومانو سرپرستي واخلي؟
د مشورې مرکز کېد ماشومانو لپاره هم وړاندیزونه شته.
د ماشومانو پاملرنه او ساتنه کیدلی شي.
بیا تاسې په ارام سره خبرې کولی شئ.
که تاسې محافظت ته اړتیا لرئ، کارمند تاسې سره پدې برخه کې هم مرسته کولی شي. هغوی تاسې سره په ګډه د ښځو شلټر لټون کولی شي.
یا د استوګنې بل ځای.